افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په یوه ټوېټ کې لیکلی، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی پرون (سه شنبه، حمل ۲۹) په افغانستان کې د پاکستان له سفیر عبید الرحمن نظامی سره وکتل.
په دې کتنه کې امیر خان متقي د پاکستان د ویزو د ورکولو په بهیر کې د شفافیت غوښتنه وکړه.
د بلخي په وینا، عبیدالرحمن نظامي، متقي ته په ځواب کې وویل چې د پاکستان سفارت به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په میکانیزم کار وکړي.
د ځینو غوښتونکو د څرګندونو له مخې، اوس مهال د پاکستان یوه کلنه ویزې په تور بازار کې تر ۱۰۰۰ ډالرو او درې میاشتنۍ ویزې تر ۵۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي.
له بلې خوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکلي چې متوګي هیله څرګنده کړه چې کابل ته د پاکستان د سفیر راستنیدل به د اسلام اباد او اسلامي امارت په ډیپلوماتیکو اړیکو مثبت اغیز وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم د کراچۍ له زندانونو څخه د افغان اتباعو خلاصون یو "مثبت ګام" بللی او د کوچني اختر تر رارسیدو مخکې یې د نورو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت تېر کال د قوس په ١١مه وسله وال بريد شوى و چې وروسته يې پړه داعش پر غاړه اخيستې وه.
د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني له برید روغ وتلی او پاکستان ته تللی دی. له هغه وروسته په کابل کې خپل دفتر ته نه دی راغلی.