افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تیره شپه (دلوه ۲) د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقی او د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي تر منځ د لیدنې په اړه یو ټویټ خپور کړ.
د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې، پر ښه ګاونډیتوب او متقابلو ګټو یې ټینګار وکړ.
په کابل کې د ایران نوي سفیر حسن کاظمي قمي وویل، د اوبو ارزښت ته په پام سره باید هڅه وشي چې اوبه په داسې ډول مدیریت شي چې ضایع نه شي او د ایران حق ورته ورسېږي.
امیرخان متقی همدا راز وویل چې اسلامي امارت ژمن دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې د ایران د اوبو حق ته درناوی وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي چې د باران لږ مقدار د اوبو د کمښت لامل شوی او دا یو ریښتینی عذر دی او هیله لرو چې د باران په زیاتیدو سره به دا ستونزه هواره شي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان او ايران په ١٣٥١ کال کې د هلمند سيند له اوبو د استفادې هوکړه ليک لاسليک کړى و. د دغه تړون له مخې ایران حق لري چې په یوه ثانیه کې تر ۲۶ متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي. د دې محاسبې له مخې باید هر کال ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه د افغانستان د هیرمند له سیند څخه د ایران د هامون جهيل ته وبهیږي.