دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 268029
په غزني ولایت کې د څو میاشتو په موده کې د ۱۵۰۰ روږدو کسانو درملنه شوي
د غزني سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د ۱۱۸ زره روږدو کسانو د شتون خبر ورکوي او وايي چې په تېرو څو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۱۵۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري په دغه ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې په اړه د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت د هیواد واک تر لاسه کړی، په هېواد کې په نشه يي توکو روږدي کسان نه دي مړه شوي، د غزني د درملنې مرکز د ۵۰ روږدو کسانو درملنه کړې او د نورو روږدو د درملنې هڅې روانې دي.
د نظري په وينا، په تېر پړاو کې د غزني په طبي مرکز کې د ٢٥ نويو روږدو کسانو درملنه شوې او کورنيو ته يې سپارل شوي دي.
د غزني د عامې روغتيا رييس له کورنيو وغوښتل، چې هڅه وکړي، څو د کورنۍ غړي بيا په نشه يي توکو روږدي نه شي.
د روغتیايي شمېرو له مخې په غزني ولایت کې شاوخوا ۱۱۸ زره په نشه يي توکو روږدي کسان پیژندل شوي دي.
خو په غزني کې يو شمېر روږدي کسان وايي، چې تر درملنې وروسته بېرته پر روږدي شوي دي.
يو معتاد د خپل نوم له ښودلو پرته افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې په يوه شخصي کمپ کې يې درملنه شوې، خو له څه مودې وروسته بېرته په اعتياد اخته شوى دى. دغه معتاد له ځوانانو وغوښتل چې لومړی دې هڅه وکړي چې هېڅکله هم اعتیاد او سګریټ څکولو ته مخه نه کړي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د جدي مبارزې ژمنې کوي او هره ورځ د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د نشه يي توکو د تولید او کښت د مرکزونو د ویجاړیدو راپورونه خپریږي، خو په نشه یی توکو د روږدو کسانو بنسټیزه درملنه د دوی لپاره د کارموندنې رامنځته کول او همدارنګه د کروندګرو لپاره د بدیل کښت هڅولو ته اړتیا لري ترڅو د دې موادو د کښت او تولید سره مبارزه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcci4qio2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته