افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر نن د سلواغې په ۱۳مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي دي.
د وردګو ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه دوه تنه چې وروڼه او خويندې وو، هغه مهال د ماين د چاودنې له امله ووژل شول، چې خپل کور ته يې جنګي وسايل لېږدول.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په غزني ولايت کې د هاوان د سر د لګېدو له امله شپږ ماشومان مړه او ټپيان شول.
د يادونې وړ ده، چې لا هم د هېواد په يو شمېر سيمو کې د جګړو له کلونو پاتې شوي ماينونه او چاودېدونکي توکي هر کال قرباني ورکوي او لسګونه کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.