دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 294107
پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره له اسلام اباد سره همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني د سیمه ییزو مطالعاتو په انستیتیوت کې د وینا پر مهال د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ثبات ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې دراني له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل او خپل هېواد ته د ستنولو لپاره دې يوه ستراتيژي جوړه کړي.

په دې کتنه کې د طبیعي پېښو د مخنیوي او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني هم وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت هره ورځ په زرګونو افغان کډوال له دغه هېواده په ډله ییز ډول ایستلي دي.
https://avapress.com/vdciu5aryt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته