د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره له اسلام اباد سره همکاري وکړي.
پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه
4 اسد 1403 ساعت 8:57
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره له اسلام اباد سره همکاري وکړي.
آوا - کابل: د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني د سیمه ییزو مطالعاتو په انستیتیوت کې د وینا پر مهال د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ثبات ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې دراني له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل او خپل هېواد ته د ستنولو لپاره دې يوه ستراتيژي جوړه کړي.
په دې کتنه کې د طبیعي پېښو د مخنیوي او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني هم وشوه.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت هره ورځ په زرګونو افغان کډوال له دغه هېواده په ډله ییز ډول ایستلي دي.
د مطلب کود: 294107