کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ميدان وردګو ولايت کې د يوې ناچاودې توکي د چاودیدو له امله دوه ماشومان وژل شوي دي

13 حمل 1402 ساعت 13:23

د ميدان وردګو ولايت رسنيز دفتر وايي، د دغه ولايت د سیدآباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي دي.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر نن د سلواغې په ۱۳مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي دي.
 
د وردګو ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه دوه تنه چې وروڼه او خويندې وو، هغه مهال د ماين د چاودنې له امله ووژل شول، چې خپل کور ته يې جنګي وسايل لېږدول.
 
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په غزني ولايت کې د هاوان د سر د لګېدو له امله شپږ ماشومان مړه او ټپيان شول.
 
د يادونې وړ ده، چې لا هم د هېواد په يو شمېر سيمو کې د جګړو له کلونو پاتې شوي ماينونه او چاودېدونکي توکي هر کال قرباني ورکوي او لسګونه کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.


د مطلب کود: 267784

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267784/په-ميدان-وردګو-ولايت-کې-د-يوې-ناچاودې-توکي-چاودیدو-له-امله-دوه-ماشومان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com