افغان غږ خبری آژانس: یوې باخبره سرچینې د ایرنا له خبریال سره په خبرو کښې د دغه هیواد د ځواکونو او د اسلامی امارت ترمینځ د ایران په ختیځو پولو کښې د نښتو د رامینځته کیدو په هکله د ځینو اوازو خپریدو ته په اشارې سره وویل: د ایران په ختیځو سرحدي سیمو کې عملیات او نښتې نه دي شوي، او په دې اړه خپاره شوي خبرونه دروغ دي.
هغه زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کښې په افغانستان کښې نښتې زیاتې شوی دی چې په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د ځالو په خلاف د افغان ځواکونو په عملیاتو پورې اړه لری او د افغانستان له ګډو سرحدی سیمو سره هیڅ تړاو نه لری.