ځینو رسنیو د ایران د امنیتی سرچینو له قوله د دغه هیواد د ځواکونو او د اسلامی امارت ترمینځ هر ډول سرحدی نښتې رد کړې او ویلی یې دی چې په افغانستان کښې وروستۍ نښتې له داعش ترهګرې ډلې سره د افغان امنیتی ځواکونو په مقابله پورې اړه لري.
د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي شخړې اوازې رد شوې
7 عقرب 1401 ساعت 12:13
ځینو رسنیو د ایران د امنیتی سرچینو له قوله د دغه هیواد د ځواکونو او د اسلامی امارت ترمینځ هر ډول سرحدی نښتې رد کړې او ویلی یې دی چې په افغانستان کښې وروستۍ نښتې له داعش ترهګرې ډلې سره د افغان امنیتی ځواکونو په مقابله پورې اړه لري.
آوا: یوې باخبره سرچینې د ایرنا له خبریال سره په خبرو کښې د دغه هیواد د ځواکونو او د اسلامی امارت ترمینځ د ایران په ختیځو پولو کښې د نښتو د رامینځته کیدو په هکله د ځینو اوازو خپریدو ته په اشارې سره وویل: د ایران په ختیځو سرحدي سیمو کې عملیات او نښتې نه دي شوي، او په دې اړه خپاره شوي خبرونه دروغ دي.
هغه زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کښې په افغانستان کښې نښتې زیاتې شوی دی چې په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د ځالو په خلاف د افغان ځواکونو په عملیاتو پورې اړه لری او د افغانستان له ګډو سرحدی سیمو سره هیڅ تړاو نه لری.
د مطلب کود: 260264