افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غوریان ولسوالۍ د اوسپنې کان د ۱۸ میلیونه ټنو اوسپنې د تولید ظرفیت لري، چې په څلورو بلاکونو ویشل شوی او د غور ولایت د لیډ کان په سیمه کې یو له سترو کانونو څخه شمیرل کیږي. .
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هغو شرکتونو د وړاندیزونو د ارزونې بهیر پیل کړی چې غواړي په دغو دوو کانونو کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي:«حکومت او خزانې ته له دغو کانونو ډېر عاید ترلاسه کېږي. په مستقیم او غیر مستقیم ډول به د سلګونو زرو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي.
د خصوصي سکټور غړي وايي، د افغانستان اسلامي امارت باید کورنیو شرکتونو ته د هېواد په کانونو کې د پانګونې لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د صنایعو او کانونو د خونې رئیس شیرباز کمین زاده وویل: دا د اسلامي امارت د هغه پلان یوه برخه ده چې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکوي. "کورني شرکتونه کوچني شرکتونه جوړوي او بیا لوی شرکتونه افغانستان ته راځي او پانګونه کوي."
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي چې د هېواد په لویو کانونو کې د پانګونې جلب کول کولای شي په لنډ وخت کې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او فقر هواري کړي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د کانونو منظم استخراج د افغانستان د اقتصادي ستونزو یوازینۍ حل لاره ده او د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره هڅې وکړي، ترڅو د کانونو د استخراج پروسه په نویو او عامو لارو چارو ترسره شي.