افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي یو ټویټ خپور کړی او ویلي یې دي چې د تاشکند په ناسته کې پر دې ټینګار شوی چې د افغانستان د ستونزې د حل لارې یوازې له افغانستان څخه پیل شي او د افغانستان د ستونزو حل په دې هېواد کې دننه دی.
هغه څرګنده کړه چې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس په تاشکند کې د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د زياتو استازو په شتون کې جوړ شو او په دې ټينګار وشو چې له اوسني بحران څخه د وتلو لاره يوازې له افغانستان څخه پيلېږي.
قمي زياته کړه، ګاونډي هېوادونه او نړيواله ټولنه چمتو ده چې د افغانستان له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره د دغه هېواد له چارواکو او خلکو سره رغنده خبرې اترې پيل کړي.
باید وویل شي، چې د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه له پرون راهیسې د ازبکستان په تاشکند ښار کې د څه باندې شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په حضور سره پیل شوې ده.