کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی استازی:

د افغانستان د ستونزو حل په دې هېواد کې دننه دی

5 اسد 1401 ساعت 10:59

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي وویل چې د افغانستان له اوسني بحران څخه د وتلو لاره په دغه هېواد کې دننه ده.


آوا: د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي یو ټویټ خپور کړی او ویلي یې دي چې د تاشکند په ناسته کې پر دې ټینګار شوی چې د افغانستان د ستونزې د حل لارې یوازې له افغانستان څخه پیل شي او د افغانستان د ستونزو حل په دې هېواد کې دننه دی.
 
هغه څرګنده کړه چې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس په تاشکند کې د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د زياتو استازو په شتون کې جوړ شو او په دې ټينګار وشو چې له اوسني بحران څخه د وتلو لاره يوازې له افغانستان څخه پيلېږي.
 
قمي زياته کړه، ګاونډي هېوادونه او نړيواله ټولنه چمتو ده چې د افغانستان له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره د دغه هېواد له چارواکو او خلکو سره رغنده خبرې اترې پيل کړي.
 
باید وویل شي، چې د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه له پرون راهیسې د ازبکستان په تاشکند ښار کې د څه باندې شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په حضور سره پیل شوې ده.
 


د مطلب کود: 256225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256225/د-افغانستان-ستونزو-حل-په-دې-هېواد-کې-دننه-دی

آوا
  https://www.avapress.com