افغان غږ خبری آژانس، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د سه شنبې په ورځ د جولای په ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د داعش د پنځو مهمو مشرانو څخه ماهر العقال وژل شوی دی.
د سنټکام په وینا، العقال د عراق او سوریې څخه بهر د داعش شبکې د پراختیا مسؤلیت په غاړه درلود.
د سنټکام د مرکز ویاند، جنرال جو بوکینو وویل: "د داعش د مشرانو لیرې کول به د دې ترهګریز سازمان وړتیا به له مینځه یوسي."
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې داعش لا هم په سیمه کې د امریکا او د هغه د ملګرو لپاره یو ګواښ دی. سنټکام به په سیمه کې ثبات ثابت وساتي او د امنیتي ګواښونو سره به مقابلې ته دوام ورکړي.
د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د داعش مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د امریکايي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
القریشي د فبرورۍ په دریمه په داسې حال کې ځان ته چاودنه ورکړه چې امریکايي ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کې د عتمه په ښار کې پر یوه ودانۍ برید وکړ چې هغه پکې اوسېده. په داسې حال کې چې نوموړی له خپلې کورنۍ سره په ودانۍ کې پټ و، د امریکايي ځانګړو ځواکونو د راتګ پر مهال یې چاودنه وکړه.