دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 255506
په کابل کې د نفتي توکو د بازار د کنټرول په موخه په ښار کې ارزانه نفتي توکي وېشل کېږي
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د نفتي توکو د بیو د کنټرول په موخه په دغه ښار کې د بازار له نرخ څخه په ارزانه بیه د نفتي توکو ویش پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس، د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د (یاما پټرول ګروپ) شرکت تر منځ د شوی تفاهم پر بنسټ ټاکل شوې چې دغه شرکت ۲۴۰ ټنه تېل صادر کړی. د اختر په ورځو کې ډیزل او پټرول، په کابل ښار کې د تېلو ۱۲ ټانکونه؛ د توزیع لپاره د بازار نرخ څخه ۱۰ افغانۍ ارزانه تیل ویښل.
 
دغه وزارت همداراز وايي چې په کابل ښار کې په ټيټه بيه د نفتي توکو د وېش لړۍ په رسمي ډول پيل شوې ده.
 
ویل شوي، چې د نفتي توکو په ځانګړي ډول ډیزلو او پټرولو د ورځني بیې په پرتله ارزانه وېش د بیو په راټیټولو کې اغېزمن تمام شوی دی.
 
دا مهال د کابل په بازارونو کې هر ليتر ډېزل په ١١٨ افغانۍ او پټرول په ١٠٨ افغانۍ پلورل کېږي، چې د تېرې اونۍ په پرتله د پام وړ کموالى ښيي.
 
تر دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی و، چې دغه وزارت به د هېواد له منابعو څخه څه باندې ۲۰۰ ټنه خام تیل استخراج کړي.
 
دغه وزارت په یوه بیان کې دا هم ویلي چې چمتو دی لس زره ټنه خام تیل وپلوري.
 
په عین حال کې په اوکراین کې د کړکیچ او په نړۍ کې د انرژۍ د بیو د لوړیدو تر اغیز لاندې د نفتي توکو په ځانګړي ډول د ډیزلو او پټرول بیې په افغانستان کې د تېرې اونۍ په څېر په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdciuwarqt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته