دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 254801
په تخار کې ۴ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي له منځه وړل شوي
د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د دغه ولایت پولیسو د تالقان له ښار څخه ۴۱۳۲ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي د یکشنبې په ورځ (سرطان ۵) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: چې د تخار د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو پرون د تالقان ښار له هټیو څخه د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۴۱۳۲ ټنه خوراکي توکي راټول کړي وو. د ښاروالۍ د استازو په شتون کې د چاپېریال، عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ او د امنیه قوماندانۍ د روغتیا ریاست د یوه استازي په ګډون وسوځول شول.
 
په همدې حال کې د تخار د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي اسدالله خالد وويل: دا لړۍ روانه ده او له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له پخوا څخه خوراکي توکي پلوري.
 
په همدې حال کې د تخار ولایت اوسېدونکو د امنیتي مسؤلینو له کړنو خوښي څرګنده کړه او له هغوی یې وغوښتل چې تل د خوراکي توکو پلورنځي وڅاري او له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfxjd0yw6dtca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته