د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د دغه ولایت پولیسو د تالقان له ښار څخه ۴۱۳۲ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.
په تخار کې ۴ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي له منځه وړل شوي
5 سرطان 1401 ساعت 11:36
د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د دغه ولایت پولیسو د تالقان له ښار څخه ۴۱۳۲ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.
آوا - مزارشریف: د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي د یکشنبې په ورځ (سرطان ۵) آوا ته وویل: چې د تخار د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو پرون د تالقان ښار له هټیو څخه د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت ۴۱۳۲ ټنه خوراکي توکي راټول کړي وو. د ښاروالۍ د استازو په شتون کې د چاپېریال، عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ او د امنیه قوماندانۍ د روغتیا ریاست د یوه استازي په ګډون وسوځول شول.
په همدې حال کې د تخار د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي اسدالله خالد وويل: دا لړۍ روانه ده او له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له پخوا څخه خوراکي توکي پلوري.
په همدې حال کې د تخار ولایت اوسېدونکو د امنیتي مسؤلینو له کړنو خوښي څرګنده کړه او له هغوی یې وغوښتل چې تل د خوراکي توکو پلورنځي وڅاري او له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.
د مطلب کود: 254801