دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 253648
حقاني: د افغانستان، پاکستان او ایران درې اړخیزه غونډه جوړه شئ
د اسلامي امارت د کډوالو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره د کتنې پر مهال وړاندیز وکړ چې د افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه دې ژر تر ژره د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شئ.
 افغان غږ خبری آژانس - کابل: خلیل الرحمن حقاني؛ د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر منصور احمد خان سره په لیدنه کې وويل؛ چې په دوو ګاونډيو هېوادونو کې د مېشتو خپلو هېوادوالو د ستونزو د هواري لپاره بايد ډېر ژر د افغانستان، پاکستان او ايران درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

حقاني د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د کوربه توب د ستاینې په ترڅ کې وویل: پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زیات شمېر افغان کډوالو کوربه توب کړی او طالبان د دوی له همکارۍ مننه کوي.

د حقاني په وينا، افغانستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره ښې اړيکې لري او د ښه ګاونډيتوب له امله د دواړو هېوادونو ملي ګټې غواړي.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه: په پاکستان کې د افغان حاجیانو لپاره ټاکل شوې برخه لږه ده او دغه هېواد باید په دې برخه کې له کډوالو سره همکاري وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر همداراز وویل چې د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د دغه هېواد مرکزي حکومت ته به وړاندیزونه وکړي.

منصور احمد خان زیاته کړه: پاکستان به په هره غونډه کې چې د افغان کډوالو لپاره مثبته پایله ولري، همکاري او ګډون وکړي.
 
https://avapress.net/vdcdos0xjyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته