کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حقاني: د افغانستان، پاکستان او ایران درې اړخیزه غونډه جوړه شئ

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 11 جوزا 1401 ساعت 15:38

د اسلامي امارت د کډوالو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره د کتنې پر مهال وړاندیز وکړ چې د افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه دې ژر تر ژره د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شئ.


 آوا - کابل: خلیل الرحمن حقاني؛ د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر منصور احمد خان سره په لیدنه کې وويل؛ چې په دوو ګاونډيو هېوادونو کې د مېشتو خپلو هېوادوالو د ستونزو د هواري لپاره بايد ډېر ژر د افغانستان، پاکستان او ايران درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

حقاني د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د کوربه توب د ستاینې په ترڅ کې وویل: پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زیات شمېر افغان کډوالو کوربه توب کړی او طالبان د دوی له همکارۍ مننه کوي.

د حقاني په وينا، افغانستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره ښې اړيکې لري او د ښه ګاونډيتوب له امله د دواړو هېوادونو ملي ګټې غواړي.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه: په پاکستان کې د افغان حاجیانو لپاره ټاکل شوې برخه لږه ده او دغه هېواد باید په دې برخه کې له کډوالو سره همکاري وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر همداراز وویل چې د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د دغه هېواد مرکزي حکومت ته به وړاندیزونه وکړي.

منصور احمد خان زیاته کړه: پاکستان به په هره غونډه کې چې د افغان کډوالو لپاره مثبته پایله ولري، همکاري او ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 253648

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253648/حقاني-د-افغانستان-پاکستان-او-ایران-درې-اړخیزه-غونډه-جوړه-شئ

آوا
  https://www.avapress.com