خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې خلیلزاد به د خپل د سفر د لومړني هدف په توګه هڅه وکړي، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د اړینو راتلونکو ګامونو په برخه کې د افغان جهتونو تر منځ توافق رامنځته کړي او تر څنګ به یې له ټولو جهتونو سره د طالبانو- امریکا او امریکا -حکومت تر منځ د شوو توافقاتو «په ځانګړي ډول د زندانیانو خلاصون او اورکم» پلي کېدل وارزوي.
خلیلزاد داسې مهال د بین الافغاني مذکراتو د پیل د هڅو تر نامه لاندې سیمې ته سفر پيل کړی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق په بنسټ، طالبان ژمن دي د خپلو پنځه زره زندانیانو تر خلاصون وروسته له افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.
تر دې دمه د طالبانو شاوخوا دوه زره زندانیان خلاص شوي او داسې تمې شته، چې په نږدې راتلونکې کې زر تنه نور هم خلاص شي، خو د پاتې دوه زره طالب زندانیانو د برخلیک په اړه لا هم پریکړه نه ده شوې.
طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان د شخړې بشپړ حل د طالبانو او امریکا تر منځ شوې توافقنامه کې نغښتی او دوی له یادې توافقنامې سره سم د افغان سولې په پروسه کې وړاندې ځي، نو ځکه د پنځه زره طالب زندانیانو تر خلاصون وړاندې بین الافغاني خبرې پیلیدای نشي.