کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد د دوحې، اسلام اباد او کابل په سفر وتلی

17 جوزا 1399 ساعت 8:44

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی «زلمي خلیلزاد» قطر، پاکستان او افغانستان ته نوی سفر پیل کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې خلیلزاد دروانې میلادي میاشتې «جون» په پنځمه نېټه دوحې ته روان شوی، او له هغه وروسته به اسلام اباد او کابل ته سفر ولري.



خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې خلیلزاد به د خپل د سفر د لومړني هدف په توګه هڅه وکړي، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د اړینو راتلونکو ګامونو په برخه کې د افغان جهتونو تر منځ توافق رامنځته کړي او تر څنګ به یې  له ټولو جهتونو سره د طالبانو- امریکا او امریکا -حکومت تر منځ د شوو توافقاتو  «په ځانګړي ډول د زندانیانو خلاصون او اورکم» پلي کېدل وارزوي.
خلیلزاد داسې مهال د بین الافغاني مذکراتو د پیل د هڅو تر نامه لاندې سیمې ته سفر پيل کړی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق په بنسټ، طالبان ژمن دي د خپلو پنځه زره زندانیانو تر خلاصون وروسته له افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.
تر دې دمه د طالبانو شاوخوا دوه زره زندانیان خلاص شوي او داسې تمې شته، چې په نږدې راتلونکې کې زر تنه نور هم خلاص شي، خو د پاتې دوه زره طالب زندانیانو  د برخلیک په اړه لا هم پریکړه نه ده شوې.
طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان د شخړې بشپړ حل د طالبانو او امریکا تر منځ شوې توافقنامه کې نغښتی او دوی له یادې توافقنامې سره سم د افغان سولې په پروسه کې وړاندې ځي، نو ځکه د پنځه زره طالب زندانیانو تر خلاصون وړاندې  بین الافغاني خبرې پیلیدای نشي.
 


د مطلب کود: 211454

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211454/زلمی-خلیلزاد-د-دوحې-اسلام-اباد-او-کابل-په-سفر-وتلی

آوا
  https://www.avapress.com