دا چاودنه تیره شپه د دولتیار ولسوالی " سُمک" په سیمه کې رامنځته شوي چی دا کوچنیان خپل لوبو باندی بوخت وو.
عبدالحی خطیبی، د غور والی ویاند یک شنبه په ورځ امریکا غږ ته وویل چی ددی پیښی ټول قربانیان د یو کورنۍ غړۍ دی چی د پنځو څخه تر ۱۵ کالو پوری عمر درلود.
ښاغلی خطیبی زیاته کړه چی یو کوچنی ټپی شوی دی او دولتیار ولسوالی صحی مرکز ته لیږدول شوی دی او درمان لاندی قرار لری.
هغه زیاته کړه چی دا ماین په تازګیو کې د طالبانو له لوری د افغان امنیتی ځواکونو هدف قرار ورکولو لپاره د دولتیار ولسوالی کې ځای پرځای شوی وو چی دا کوچنیان خپل طعمه کړ.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.