د کورنیو چارو وزارت وایي د دې وزارت د نشه یې توکو د مبارزې پولیسو په ننګرهار او پنجشیر کې ۹۳ کیلو ګرامه نشه توکي او ۶۴ لیټره الکولي مشروبات کشف او ضبط کړي دي. د کورنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه وایي، د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د دې ولایت په اچین ولسوالۍ، دوهمې او درېیمې ناحیې اړوند سیمو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۲۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي او ۶۴ لیټره الکولي څښاک هم کشف او ضبط شوي دي.
اعلامیه زیاتوي د دې ترڅنګ؛ د پنجشېر ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
د اعلامیې په حواله دغه نشه یې توکي په یوه کرولا موټر کې دوه تنو قاچاقبرانو له پنجشېر څخه کابل ته لېږدول، چې د ملي پولیسو له خوا ونیول شوي دي.