دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 154206
مدودف: سوریه کی داعش ته مو درانده تلفات واړاوه خو ګواښ ادامه لری
د روسیه لمړۍ وزیر په دی بیان سره چی سوریه ځواکونه او ملاتړ کوونکی یی سخت تلفات تروریستانو ته واړاوه، هشدار ورکړ چی داعش ګواښ اوس هم شتون لری.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره د سیریا نیوز څخه په نقل سره، دیمیتری مدودوف، د روسیه لمړۍ وزیر په خپل خبرو کی د شانګهای همکاریو سازمان په ناسته کی د روسیه په سوچی کی وویل: د مسکو او ایران او ترکیه او ځینی نورو هیوادونو په مرسته سخت تلفات مو تروریستانو ته واړاوه، خو د داعش خطر شتون لری او موږ دا مساله باید حل کړو.

مدودوف په ادامه کی وویل: بین المللی تروریستان د ټول نړۍ لپاره لوی چالش دی.

ایران او روسیه سوریه ځواک سره خپل ملاتړ ترسره کړ د داعش په وړاندی او ترکیه هم د سپر فرات عملیات په لړ کی د سوریه شورشی ډلو څخه د داعش مبارزه په وړاندی ملاتړ وکړ.

په اخیرو کلونو کی د داعش څخه ځینی ګواښونه عربی او خارجی هیوادونو ته هم رسیدلی، تردی ځایه چی ددی تروریستی ډلی غړۍ په بیلابیلو سیمو کی بریدونو سره قربانیان اخیستی دی.

 

https://avapress.com/vdcdzo0f9yt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته