د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ترهګرو ډولو د بریدونو په پایله کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ټکان ورکوونکې بولي او دغه بریدونه جنګي جرمونه بولي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرائيه رییس موسي محمودي له ترهګرو ډولو څخه غواړي چې ولسي وګړي په نښه نهکړي.
ښاغلي محمودي په دې اړه وویل:«ټکان ورکوونکي،غم انګېزه او د باور وړ نه ده چې هره ورځ د مُلکي کسانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو او د ملکي سیمو تر برید لاندې نیول کېدو شاهد یوو.»
په همدې حال کې په سترې محکمې د برید د قربانیانو خپلوان له حکومت څخه غواړي چې د وژل شویو کسانو د وینې د غچ اخیستو لپاره د ترهګرو ډلو د بندیانو ته سخته سزا ورکړي.
فرید احمد د سترې محکمې هغه کارکوونکی دی چې په دغې محکمې د سېشنبې په برید کې خپله مېرمن له لاسه ورکړې ده.
د سترې محکمې کارکوونکي فرید احمد په دې اړه وویل:«ژوند مې تباه شو،له هغې پرته نور ژوند نهلرم ،خدای دغه ترهګر تباه او برباد کړي.»
هغه زیاتوي:«کله چې کور ته راتلم له ډېرو ښه لطف سره یې ښه راغلاست وایه،اوس نور څوک نهشته چې راته وخاندي.»
د دوي له واده یو کال تیریږي او وايي په هغه ورځ په ټولو روغتونونو وګرځیده ترڅو یې چې خپله میرمن په وزیراکبر خان روغتون کې په وینو ککړه پيدا کړه.
افغان حکومت هم د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د هڅو په اړه ډاډ ورکوي.
د اجرائيه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه څرګنده کړه:«موږ ډېری وخت خپل عملیات ځنډو ترڅو خلکو ته زیان ونهرسېږي،خو زموږ ستره ستونزه دا ده چې ترهګر ولسي وګړو ته هېڅ پاملرنه نهکوي.»
د ملګروملتو سازمان د رپوټ له مخې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې کابو ۳ زره او ۵۰۰ ملکي کسانو وژل شوي او کابو ۸ زره نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو سازمان ځانګړي استازي هم د افغانستان جګړه یوه اوږده او بې مانا جګړه بللې ده.