دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۱۸
د مطلب کود : 123294
د ملي امنیت سلاکار له ترکمنستاني چارواکو سره پر امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سه شنبه په ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې د هغه هېواد د دفاع وزیر او امنیت شورا رییس یالیم بردیوف، د سرحدونو او ملي امنیت له وزیرانو او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره وکتل. د ملي امنیت سلاکار له ترکمنستاني چارواکو سره، په دې جلا جلا لېدنو کې د افغانستان او ترکمنستان پر اړیکو، له افغانستان سره د ترکمنستان پر اقتصادي همکاریو او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ترکمنستاني چارواکو ته د افغانستان د عمومي امنیتي وضیعت په اړه معلومات ورکړل او دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې یې د امنیت د تامین په موخه د افغان دولت وړاندیزونه ورسره شریک کړل. د ملي امنیت سلاکار د سولې د بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه هم رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې افغان دولت د دې خبرو پایلو ته خوشبین دی او د مخامخ خبرو له پیلېدو سره به افغان دولت له ترکمنستان څخه غوښتنه وکړي، چې د دې بهیر د یوه پړاو کوربه توب وکړي. د ملي امنیت سلاکار همدارنګه و ویل، چې په سیمه کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو ترمنځ خپلمنځي اړیکې تر پخوا نژدې شوې دي او د اړیکو دې نژدېوالي ترهګرې ډلې د افغانستان او سیمې لپاره پر یوه باالقوه ګواښ بدلې کړې دي، چې له همدې امله د ترهګرۍ د ځپلو په مبارزه کې له افغان دولت سره د سیمې د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه ترکمنستان همکاري او نژدې کار اړین دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې، د ټاپي پروژې په شمول د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټولو اقتصادي پروژو د امنیت د تامین لپاره افغان دولت پر یوې هر اړخیزې پالیسۍ کار کړی چې په نژدې راتلونکې کې به یې د ترکمنستان له دولت سره شریکه کړي. د ملي امنیت سلاکار ترکمنستان د افغانستان تاریخي ملګری هېواد وباله او د ترکمنستان له همکاریو څخه یې د افغانستان د خلکو او دولت د قدردانۍ مراتب په ډاګه کړل.

ترکمنستاني چارواکو هم په خپل وار له افغان دولت سره په سیمه او افغانستان کې د امنیت د تامین لپاره پر ګډ کار ټینګار وکړ او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د اقتصادي همکاریو د دوام ډاډ ورکړ. د ترکمنستان چارواکو و ویل، چې هېواد یې د ټاپي او نورو اقتصادي پروژو د امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د پالیسۍ ملاتړ کوي او د یادې پالیسۍ تر ارزونې وروسته به یې په اړه له افغان دولت سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي. ترکمنستاني چارواکو همدارنګه د دواړو هېوادو د ګډې پولې د امنیت د تامین لپاره د افغان دولت له وړاندیزونو سره موافقه وکړه او د پولې د نښو د روښانه کېدو لپاره یې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو ترمنځ د مشترک کار غوښتنه وکړه. د افغانستان او ترکمسنتان د ګډې نړېوالې پولې یو شمېر نښې د طبیعي افتنونو له امله ورانې شوې دي. په دې جلا جلا لېدنو کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.
https://avapress.com/vdcgyw9qtak9xx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته