دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 91776
سنګین: ۹۰ سلنه افغانان ټلیفون او ۵۰ سلنه انټرنټ ته لاسرسی لري
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي؛ چې دامهال ۹۰ فیصده افغانان ټلیفون او ۵۰ فیصده یې انټرنیټ ته لاسرسی لري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین پرون د مخابراتو د نړېوالي ورځې په لمانځ غونډه کې وویل چې؛ په تېرو لسو کلونو کې افغان دولت له دې درکه څه باندې یو اعشاریه درې ملیارده ډالره ګټه ترلاسه کړې.
نوموړي وویل چې، دامهال یولک او څلویښت زره افغانان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې کار کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch-qnw.23nzqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته