دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۰۹
د مطلب کود : 75342
سنګین: د حکومتدارۍ سیسټم الکترونیکي کیږي

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د دې هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت له خوا د معلوماتي ټکنالوژۍ یو نړېوال کنفرانس او نندارتون پرانیسته.
دغه دوه ورځنی کنفرانس نن« د سه شنبي په ورځ) په کابل کې جوړ شو چې افغان چارواکو، د سیمې د ځینو هیوادونو استازو او د یو شمیر کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازیو پکې ګډون کړی دی.
د مخابراتو وزارت چارواکي وايي دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی دنورو پرمختګونو ترڅنګ هڅه کوي چې دحکومت اداري کارونه کمپیوټري کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت چارواکي په دې نړېوال کنفرانس کې د تیرو لسو کلونو پر لاسته راوړنو سربیره او د ځینو نویو پروګرامونو په عملي کولو خبرې وکړې.
د حکومتي ادارو د سیستم کمپیوټري کول، فضا ته د سټلایټ لیږل، ټول هیواد ته د انټرنیټ د خدمتونو پراخول، د کمپیوټري تذکرو ویشل، د تلویزیونونو د سیستم ډیجیټل کول هغه مهم کارونه دي چې د مخابراتو وزارت وايي چې؛ باید په راتلونکې کې وشي.
د سه شنبي په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزیر امیرزي سنګین دمعلوماتي ټکنالوژی په دغه نړیوال کنفرانس کې وویل هڅه کوي چې د اداري فساد دلمنځه وړلو په خاطر دحکومت ټول اداري سیسټم په الکترونیکي ډول برابر کړي.
نوموړي وویل، یوه داسي پروژه په مخکي لري چې خلک به د ۲۰۱۹ کال په انتخاباتو کې د مبایل او انټرنیټ له لاري خپل کاندید ته رایه ورکوي.
د معلوماتي ټکنالوژی دغه نندارتون او نړیوال کنفرانس به دوه ورځي دوام وکړي،چې دحکومتي چارواکو ترڅنګ دسیمې دهیوادونو ځیني استازي هم ګډون په کې کړی.
د دې کنفرانس هدف د معلوماتي ټکنالوژی معرفي کول او د مخابراتي سیسټم پراختیا په ګوته شوې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت وايي په تیرو لسو کلونو کې تقریبآ شل ملیونه کسانو په افغانستان کې مبایل ته لاس رسی پیدا کړی دی.
په دغه نړیوال کنفرانس کې د ولسمشر کرزي دویم مرستیال محمد کریم خلیلي په تیرو لسو کلونو کې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی له پرمختګونو ستاینه وکړه.
ښاغلي خلیلي وویل، انټرنیټي خدمات او سټلایټ د افغان دولت دکارونو په لمړیتوبونو کې راځي ، خو هغه وویل چې له معلوماتي ټکنالوژۍ نه د استفادې لپاره ډير سواد ته اړتیا ده:
«زموږ هیواد وال باید له معلوماتي ټکنالوژی څخه د استفادي په خاطر باید په کافي اندازه سواد ولري،ځکه له دغو ټکنالوژیو نه ګټه اخستنه زمونږ دټولني پر فرهنګ او ارزښتنو ډير مستقیم تاثیر لري،نو په همدي خاطر اړوند اداري باید هڅه وکړي ترڅو ځوانان پدې برخه کې و روزي.»
نوموړي وویل چې په تیره یوه لسزه کې افغانستان دمعلوماتي ټکنالوری په برخه کې دسیمې په کچه دپام وړ پرمختګ کړی.
د دغه نړیوال کنفرانس په څنډه کې دمعلوماتي ټکنالوژی دوه ورځنی نندارتون هم پرانیستل شو چې له سلو څخه د ډيرو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو شرکتونو چې تر ډيره يي افغانان دي خپلې غرفي پکې پرانستي دي.
د مخابراتو وزارت له معلوماتو سره سم په تیرو ۱۱ کلونو کې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی په برخه کې له دوه ملیارډو ډالرو څخه ډيره پانګونه شوې،او پدې برخه کې دوه سوه زرو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې ده.

سرچينه : دصدای افغان خبرب آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcirpay.t1aw526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته