دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 69331
نواز شریف ولسمشر کرزي ته یو ځل بیا پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه
د پاکستان صدراعظم نوازشریف پرون ماښام یوځل بیا ولسمشر حامد کرزي ته بلنه ورکړه چې؛ پاکستان ته سفر وکړي. په تېره یوه اونۍ کې دا دوهم ځل دی چې ښاغلی شریف له افغان ولسمشر سره ټلفوني خبرې کوي.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې ښاغلي کرزي دا بلنه ومنله، ویې ویل چې، په یوه مناسب فرصت کې به اسلام آباد ته ولاړ شي؛ خو د خبر له مخې حامد کرزي نوازشریف ته وویل؛ چې پاکستان ته د ده سفر باید مثبته نتیجه ولري.

خبر زیاتوي، افغان ولسمشر په دې ټلفوني خبرو کې غوښتنه وکړه چې؛ د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار دې کابل ته سفر وکړي؛ څو پاکستان ته د ده د سفر لپاره پر یوې ګټورې اجنډا کار وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvtem.uqehtz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته