کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نواز شریف ولسمشر کرزي ته یو ځل بیا پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سرطان 1392 ساعت 12:36


د پاکستان صدراعظم نوازشریف پرون ماښام یوځل بیا ولسمشر حامد کرزي ته بلنه ورکړه چې؛ پاکستان ته سفر وکړي. په تېره یوه اونۍ کې دا دوهم ځل دی چې ښاغلی شریف له افغان ولسمشر سره ټلفوني خبرې کوي.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې ښاغلي کرزي دا بلنه ومنله، ویې ویل چې، په یوه مناسب فرصت کې به اسلام آباد ته ولاړ شي؛ خو د خبر له مخې حامد کرزي نوازشریف ته وویل؛ چې پاکستان ته د ده سفر باید مثبته نتیجه ولري.

خبر زیاتوي، افغان ولسمشر په دې ټلفوني خبرو کې غوښتنه وکړه چې؛ د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار دې کابل ته سفر وکړي؛ څو پاکستان ته د ده د سفر لپاره پر یوې ګټورې اجنډا کار وکړي.


د مطلب کود: 69331

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69331/نواز-شریف-ولسمشر-کرزي-ته-یو-ځل-بیا-پاکستان-د-سفر-بلنه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com