دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 65932
امریکايي جنرال: پاکستان د کیمیايي سرې د مخنیوي لپاره اقدامات کړي

تاند- یوه جګپوړي امریکايي چارواکي وویل چې پاکستان په دغه هیواد کې د هغې سرې د مخنیوي لپاره اقدامات کړي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پرضد په بمي حملو کې کارول کېږي.
برید جنرال رابرت پي والټر نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په دې خبرې وکړې چې څرنګه د سړک د غاړې د بمي حملو د مخنیوي لپاره د هغې سرې چاره وکړي چې په دې ډول چاودنو کې کارول کېږي.
برید جنرال رابرت والټر د امریکا د پوځ د چاودېدونکو موادو ضد ادارې مرستیال رييس دی.
په افغانستان کې اکثره بمي حملې په هغو چاودېدونکو موادو کېږي چې له کیمیايي سرې څخه جوړېږي. دا سره یا امونیم نایټرېټ له پاکستان څخه راوړل کېږي.
امریکا په ځلونو له پاکستانه غوښتي چې افغانستان ته د دغو موادو پرصادراتو بندیز ولګوي او په خپله خاوره کې یې هم هغو کسانو ته ورنه کړي چې په بمي حملو کې ورڅخه کار اخلي خو پاکستان وايي چې دا سره د کرنې لپاره ضروري ده.
والټر پاکستان په دې وستایه چې له پولو څخه یې افغانستان ته د سرې د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccioqe.2bqp18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې