دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۲۹
د مطلب کود : 38213
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، د اسامه بن لادن میرمنې محاکمه کیږي
ویل شوي چې د اسامه بن لادن ۱۴ کسیزه کورنې ده چې پاکستان ته په غیرقانوني توګه داخل شوې ده.
 د پاکستان د اخله وزیر رحمان ملک وویل، د اسامه بن لادن میرمنې ، پاکستان ته د غیر قانوني راتګ په علت ډیر ژر محاکمه کیږي.
په پاکستان کې حقوقی کارپیژاندو ویلي دي، پاکستان ته دغیر قانوني ورتګ سزا ، ۵ کاله بند دی.
ویل شوي چې د اسامه بن لادن ۱۴ کسیزه کورنې ده چې پاکستان ته په غیرقانوني توګه داخل شوې ده.
د القاعده مشر اسامه بن لادن د تیر کال دمې په دویمه نیټه د پاکستان په ایبت آباد کې د پوځي سیمې تر څنګ په یوه کور کې د امریکا په حملې کې ووژل شو.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexw8x.jh8vzi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته