کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، د اسامه بن لادن میرمنې محاکمه کیږي

افغان غږ آژانس(آوا) , 28 حوت 1390 ساعت 19:29

ویل شوي چې د اسامه بن لادن ۱۴ کسیزه کورنې ده چې پاکستان ته په غیرقانوني توګه داخل شوې ده.


 د پاکستان د اخله وزیر رحمان ملک وویل، د اسامه بن لادن میرمنې ، پاکستان ته د غیر قانوني راتګ په علت ډیر ژر محاکمه کیږي.
په پاکستان کې حقوقی کارپیژاندو ویلي دي، پاکستان ته دغیر قانوني ورتګ سزا ، ۵ کاله بند دی.
ویل شوي چې د اسامه بن لادن ۱۴ کسیزه کورنې ده چې پاکستان ته په غیرقانوني توګه داخل شوې ده.
د القاعده مشر اسامه بن لادن د تیر کال دمې په دویمه نیټه د پاکستان په ایبت آباد کې د پوځي سیمې تر څنګ په یوه کور کې د امریکا په حملې کې ووژل شو.


د مطلب کود: 38213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38213/د-پاکستان-کورنیو-چارو-وزیر-وویل-اسامه-بن-لادن-میرمنې-محاکمه-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com