افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاغوري ولسوالۍ له یو شمېر مخورو شیعه ګانو سره وکتل.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې يادو شويو مشرانو او مخورو په هېواد کې بشپړ امنيت او حاکم نظام د جهاد نتيجه وبلله او ويې ويل، چې د امنيت په تامين سره د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي، چې شیعه ګانو له حکومت سره پر خپلو همکاریو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د غزني په ځانګړي ډول د جاغوري ولسوالۍ خلک له سیمه ییز حکومت سره په اړیکه کې دي او همکاري ورسره کوي.
د دوی په وینا، د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ګڼو ښوونځیو تر څنګ د دیني مدرسو لپاره د فعالیت ښه زمینه برابره شوې ده.
د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ مشرانو د رئیس الوزرا له سياسي مرستيال سره د خپلو وړانديزونو د شريکولو په ترڅ کې له هغه څخه وغوښتل چې په جاغوري کې يو شمېر جوماتونه جوړ کړي او د حج او اوقافو له وزارت څخه يې وغوښتل چې د ځينو اسانتياوو د برابرولو په برخه کې دې ورته زمينه برابره کړي.
مولوي عبدالکبیر د جاغوري ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په لیدنه کې د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې اسلامي امارت د خلکو د خدمت په موخه په محلي ادارو کې وړ کسان په دندو ګمارلي دي.
هغه وويل، د خپلو خپلوانو او هېوادوالو وړانديزونه د اصولو په رڼا کې په پام کې نيول شوي او زياته يې کړه، چې د اسانتياوو له مخې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
ویل کیږي، چې مولوي عبدالکبیر د جاغوري ولسوالۍ قومي مخورو ته یادونه کړې، چې خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول د وزارت سیاسي مرستیال ته وسپاري او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.