دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 300031
د پاکستان د پوځ له قوماندان سره د عراقچي د غونډې تمرکز پر امنیتي همکاریو
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل رسمي سفر په دوهمه ورځ نن (سه شنبه د عقرب ۱۵مه) د دغه هېواد د پوځ له قوماندان سره وکتل او دواړو لورو د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه د نظر تبادله وکړه. او د ګډو پولو د خوندي کولو لپاره پوځي او امنیتي همکاري باندی ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چې تېره شپه په یوه رسمي سفر اسلام آباد ته راغلی، د پاکستان د پوځ له قومندان جنرال سید عاصم منیر سره وکتل.
په دغه کتنه کښې چې په راولپنډۍ کښې د پاکستان د پوځ په مرکز کښې ترسره شوه، د ایران او پاکستان چارواکو په مختلفو برخو کښې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د تعلقاتو په اهمیت په تېره بیا د خپلو کښې د تعلقاتو او ملګرتیاو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
عراقچي او عاصم منیر د دواړو ګاونډیو هېوادونو د ګډې پولې د امنیت د ستونزو د څېړلو په ترڅ کې په مهمه سیمه کې د امنیتي وضعیت د ښه والي او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګډو هڅو او ښې همغږۍ او د پوځي او امنیتي همکاریو د زیاتوالي یادونه وکړه.
د سیمې د مهمو امنیتي پرمختګونو څیړل، په ځانګړې توګه د لویدیځې اسیا د حالاتو او په سیمه کې د اوسنیو کړکیچونو څیړل، زموږ د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر او د پاکستان د پوځ د قوماندان تر منځ د خبرو یو بل محور دی.
https://avapress.net/vdcc1xq1s2bqxx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته