دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 297909
ایراني سوداګر د افغانستان د قيمتي ډبرو او کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا لري
ايراني پانګه وال د پنجشير له والي سره په کتنه کې په هېواد کې اوسني امنيت ته په اشارې سره په افغانستان کې د پانګونې زمينه مناسبه وبلله او ويې ويل چې د افغانستان د قيمتي ډبرو او کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت والي حافظ محمد اغا حکیم د ایران د اسلامي جمهوریت له یو پانګوال سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، نوموړي په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او په اقتصادي برخو کې د پانګونې پر موجودیت خبرې وکړې.

له دغې غونډې څخه د خپرې شوې ویدیو له مخې د ایران سوداګر څرګنده کړه چې د دغه هیواد اوسنی امنیت د جمهوریت په دوران کښې د امنیتی حالاتو په پرتله ډیر ښه دی او ویې ویل: د امنیت د تامین ترڅنګ په اقتصادی برخو کښې د پانګونې زمینه هم برابره کړې ده. 

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې چمتو دی په خپل ټول توان او د امکان تر حده په دغه ولایت کې د کانونو او سوداګرۍ په برخه کې همکاري او پانګونه وکړي.

دغه ایراني سوداګر دې ته په اشارې سره چې موږ ټول افغانان سره وروڼه یوو، وویل چې موږ ټول ګډ دین لرو.

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې موږ له افغانانو سره کار کولو ته لېواله یو او دوی اوس هم له موږ سره کار کولو ته لېواله دي او موږ ټول له یو بل سره مینه لرو.

دغه ایراني پانګوال د هیواد له سوداګرو سره د قیمتي ډبرو په سکتور کې د دوه تفاهم لیکونو د لاسلیکولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې هڅه کوي د هیواد د قیمتي ډبرو د خرڅلاو نړیوال بازارونه جوړ کړي.

له بلې خوا په دې کتنه کې دپنجشير والي اعلام وکړ چې سرپرست حکومت غواړي د هيواد د کانونو مسلکي کول غواړي او ايراني سوداګرو ته يې د قيمتي ډبرو په سکتور کې د پانګونې د زياتو فرصتونو د رامنځته کولو په خاطر د همکارۍ او ډاډ ورکولو ژمنه وکړه.
https://avapress.net/vdcbgzb59rhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته