دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سنبله ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 296776
په بدخشان ولایت کې د پامیر په نوم د نوې ولسوالۍ جوړول
د مولوي نورالحق جرير په مشرۍ يو هيئت بدخشان ولايت ته د پاميرونو د کتنې او د پامير په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړولو په موخه سفر کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان والي مولوي محمد ایوب خالد وايي، د خلکو او دولتي چارواکو د سلا مشورو له مخې د یادې ولسوالۍ په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړېدو په برخه کې کومه ستونزه او مخالفت نه شته.
 
هغه وويل، په پاميرونو کې د اداري واحد په جوړېدو سره به د يادو سيمو د اوسېدونکو ډېرې ستونزې هوارې شي او د بدخشان اوسېدونکي د دغه اقدام هرکلى کوي.
 
د دغې ادارې استازي مولوي نورالحق جریر وویل، پامیرونو ته د پامیر په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړولو په اړه کتنه شوې او دا کتنې به د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د تصویب لپاره وړاندې شي.
 
د یادونې وړ ده چې بدخشان د هېواد یو له شمالي ولایتونو څخه دی او په دغه ولایت کې ۲۹ اداري واحدونه لري.
https://avapress.net/vdccmeqie2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته