کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې د پامیر په نوم د نوې ولسوالۍ جوړول

23 سنبله 1403 ساعت 11:49

د مولوي نورالحق جرير په مشرۍ يو هيئت بدخشان ولايت ته د پاميرونو د کتنې او د پامير په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړولو په موخه سفر کړى دى.


آوا - مزارشریف: د بدخشان والي مولوي محمد ایوب خالد وايي، د خلکو او دولتي چارواکو د سلا مشورو له مخې د یادې ولسوالۍ په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړېدو په برخه کې کومه ستونزه او مخالفت نه شته.
 
هغه وويل، په پاميرونو کې د اداري واحد په جوړېدو سره به د يادو سيمو د اوسېدونکو ډېرې ستونزې هوارې شي او د بدخشان اوسېدونکي د دغه اقدام هرکلى کوي.
 
د دغې ادارې استازي مولوي نورالحق جریر وویل، پامیرونو ته د پامیر په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړولو په اړه کتنه شوې او دا کتنې به د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د تصویب لپاره وړاندې شي.
 
د یادونې وړ ده چې بدخشان د هېواد یو له شمالي ولایتونو څخه دی او په دغه ولایت کې ۲۹ اداري واحدونه لري.


د مطلب کود: 296776

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296776/په-بدخشان-ولایت-کې-د-پامیر-نوم-نوې-ولسوالۍ-جوړول

آوا
  https://www.avapress.net