افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د اقتصادی چارو مرستیال ملا عبدالغنی برادر نن چهارشنبه د کابل – غزنی لویې لارې د دغې برخې د جوړولو کار پرانست.
ملا برادر د پروژې د پرانستلو پر مهال وویل، په ترانسپورتي زیربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت یو له بنسټیزو اقداماتو څخه دی.
د هغه په وينا، د غزني-کابل دويم سړک رغول د مرکز او سوېل تر منځ مهم پل دى، چې په جوړېدو سره به يې سوداګريز فعاليتونه اسانه شي، وخت او د توکو لېږد رالېږد لګښت کم شي.
د کابل-غزني دويم لين ١١١ کيلومتره اوږدوالی لري، چې نهه پلونه او ٥٩٤ پلچکونه لري.