کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل-غزني لويې لارې د دويم لين د جوړولو کار پيل شو

20 سنبله 1403 ساعت 15:44

د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال دفتر اعلان وکړ چې د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ د دشت ټاپ سیمې ته د کابل-غزني سړک د دویمې کرښې د لومړي او دویم فاز چارې نن سه شنبه پیل شوې.


آوا: د اسلامی امارت د اقتصادی چارو مرستیال ملا عبدالغنی برادر نن چهارشنبه د کابل – غزنی لویې لارې د دغې برخې د جوړولو کار پرانست.
 
ملا برادر د پروژې د پرانستلو پر مهال وویل، په ترانسپورتي زیربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت یو له بنسټیزو اقداماتو څخه دی.
 
د هغه په ​​وينا، د غزني-کابل دويم سړک رغول د مرکز او سوېل تر منځ مهم پل دى، چې په جوړېدو سره به يې سوداګريز فعاليتونه اسانه شي، وخت او د توکو لېږد رالېږد لګښت کم شي.
 
د کابل-غزني دويم لين ١١١ کيلومتره اوږدوالی لري، چې نهه پلونه او ٥٩٤ پلچکونه لري.


د مطلب کود: 296657

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/296657/د-کابل-غزني-لويې-لارې-دويم-لين-جوړولو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.net