افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د روضې شریفې په انګړ کې د امام حسین (ع) د مراسمو له درولو وروسته د اهل بیتو (ع) مینه والو جوماتونه او تکیه خانې د ماتم د ځایونو په توګه اعلان کړې.
هره ورځ په بلخ ولایت کښې د اهل بیت علیهم السلام د پلویانو له خوا د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ له زرو نه زیاتې غونډې جوړیږي او د دغو غونډو په پروګرامونو کښې د قرآن کریم تلاوت، وینا، د لمانځه، ژړا، د دعاګاني او د نذرونو ویش.
په همدې حال کې د مزارشریف ښار اوسیدونکو د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: موږ اسلام، قرآن، د رسول الله (ص) سنت، له اهل بیت (ع) سره مینه او د امام حسین (ع) د ماتم مراسم نه دي هیر کړي.