افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۵۸۴ او د زخمیانو شمیر ۸۸ زره ۸۸۱ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې څلور حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۱۴۱ کسان شهیدان او ۴۰۰ نور ژوبل شول.
د یادولو وړ ده چې پرون په خان یونس کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې څه دپاسه سل(۱۰۰) کسان شهیدان او تر (۳۵۰) زیات ژوبل شول .