کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره ۵۸۴ تنو ته ورسېد

25 سرطان 1403 ساعت 10:25

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د غزې په جګړه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۵۸۴ تنو او د زخمیانو شمیر ۸۸ زره ۸۸۱ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۵۸۴ او د زخمیانو شمیر ۸۸ زره ۸۸۱ تنو ته رسیدلی دی.
 
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې څلور حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۱۴۱ کسان شهیدان او ۴۰۰ نور ژوبل شول.
 
د یادولو وړ ده چې پرون په خان یونس کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې څه دپاسه سل(۱۰۰) کسان شهیدان او تر (۳۵۰) زیات ژوبل شول .


د مطلب کود: 293548

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293548/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۸-زره-۵۸۴-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com