افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د روان کال په لومړۍ ربع کې ۲۲۴۲۷ تنو ته د کار جوازونو د وېش خبر ورکوي او وايي چې دغه وزارت له دې لارې عواید هم راټول کړي دي.
د دغه وزارت له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، په سرپرستو دولتي بستونو کې ۱۴ زره ۵۷۰ نارینه او یو زره ۲۲۱ ښځې، په خصوصي سکتور کې ۶ زره ۲۳ نارینه او ښځینه او دغه راز ۶۱۳ بهرني اتباع په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي
د یادولو وړ ده چې د مالیې وزارت لخوا د سرپرست حکومت د مشر له حکم سره سم د وړو پلورونکو لپاره د مالیې د معافیت وروسته د کار جواز اخیستونکو د دې طرحې هرکلی وکړ او په هیواد کې یې د کارموندنې د ودې لپاره ګټور وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په کابل ښار کې د ګرځندوى او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس مشر د دغه کمپلکس د پرانېستې په مراسمو کې له حکومت څخه وغوښتل، چې د ګرځندوى شرکتونو لپاره دې يواځې يو جواز صادر کړي.