کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې له ۲۲۰۰۰ څخه د زیاتو کاري جوازونو ویش

24 سرطان 1403 ساعت 13:27

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې څه باندې ۲۲ زره د کار جوازونو د وېش اعلان کړی او وايي، د نارینه وو ترڅنګ یې زرګونو ښځو ته هم د کار جوازونه وېشلي دي.


آوا - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د روان کال په لومړۍ ربع کې ۲۲۴۲۷ تنو ته د کار جوازونو د وېش خبر ورکوي او وايي چې دغه وزارت له دې لارې عواید هم راټول کړي دي.

د دغه وزارت له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، په سرپرستو دولتي بستونو کې ۱۴ زره ۵۷۰ نارینه او یو زره ۲۲۱ ښځې، په خصوصي سکتور کې ۶ زره ۲۳ نارینه او ښځینه او دغه راز ۶۱۳ بهرني اتباع په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي

د یادولو وړ ده چې د مالیې وزارت لخوا د سرپرست حکومت د مشر له حکم سره سم د وړو پلورونکو لپاره د مالیې د معافیت وروسته د کار جواز اخیستونکو د دې طرحې هرکلی وکړ او په هیواد کې یې د کارموندنې د ودې لپاره ګټور وباله. 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په کابل ښار کې د ګرځندوى او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس مشر د دغه کمپلکس د پرانېستې په مراسمو کې له حکومت څخه وغوښتل، چې د ګرځندوى شرکتونو لپاره دې يواځې يو جواز صادر کړي.


د مطلب کود: 293517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293517/د-روان-کال-په-لومړیو-دریو-میاشتو-کې-له-۲۲۰۰۰-څخه-زیاتو-کاري-جوازونو-ویش

آوا
  https://www.avapress.com