افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د روان کال د سرطان میاشتې په ۲۳ نیټه په پکتیکا ولایت کې له ۲۹۵ کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د سرپناه د جوړولو دغه مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا ۲۱۱۸۰۰ افغانۍ وه، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د کډوالۍ چارو ریاست له خوا تر پېژندلو وروسته ورکړل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې هره اوونۍ له پاکستان او ایران څخه په زرګونو کډوال په خپله خوښه او په زوره ایستل کېږي او یو شمېر یې د سرپرست حکومت د حکم له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مرستو تر پوښښ لاندې راځي.