افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د کانونو وزارت سرپرست وویل چې له نېکه مرغه د ټاپي پروژې کار په چټکۍ سره پر مخ روان دی.
له بلې خوا د ترکمنستان سفیر د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په ځانګړي ډول په تخنیکي او حقوقي برخو کې د دې پروژې د کار د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
باید وویل شي، چې دواړو لورو د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ.