د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغې پروژې کار روان دی.
د ټاپي پروژې د کارونو پر چټکتیا د افغانستان او ترکمنستان ټینګار
24 سرطان 1403 ساعت 13:19
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغې پروژې کار روان دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د کانونو وزارت سرپرست وویل چې له نېکه مرغه د ټاپي پروژې کار په چټکۍ سره پر مخ روان دی.
له بلې خوا د ترکمنستان سفیر د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په ځانګړي ډول په تخنیکي او حقوقي برخو کې د دې پروژې د کار د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
باید وویل شي، چې دواړو لورو د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ.
د مطلب کود: 293512