افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداری مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان نړیوال بانک (AIB) د رئیس ابراهیم محب سره په لیدنه کې د هېواد د پرمختګ په لاره کې د بانکونو په ځانګړې توګه د خصوصي بانکونو رول مهم وباله.
د رئیس الوزرا اداري مرستيال وويل چې اسلامي امارت خصوصي سکتور ته لازمې مرستې او اسانتياوې برابروي.
د افغانستان د نړیوال بانک رئیس کورنیو او بهرنیو سوداګرو او شرکتونو ته د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اسلامي امارت له لوري د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه وویل: د افغانستان نړیوال بانک چمتو دی چې هغوی ته لازمې بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.
په ورته وخت کې د امریکا له خوا د افغان بانکونو د پیسو د بندولو له امله د هېواد بانکي سیستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.