کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد له خصوصي سکټور څخه د دولت ملاتړ

24 سرطان 1403 ساعت 10:03

د رئیس الوزرا اداري مرستیال د افغانستان د نړیوال بانک له رئیس سره په کتنه کې وویل چې حکومت د خصوصي سکتور ملاتړ کوي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابروي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اداری مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان نړیوال بانک (AIB) د رئیس ابراهیم محب سره په لیدنه کې  د هېواد د پرمختګ په لاره کې د بانکونو په ځانګړې توګه د خصوصي بانکونو رول مهم وباله.

د رئیس الوزرا اداري مرستيال وويل چې اسلامي امارت خصوصي سکتور ته لازمې مرستې او اسانتياوې برابروي.

د افغانستان د نړیوال بانک رئیس کورنیو او بهرنیو سوداګرو او شرکتونو ته د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اسلامي امارت له لوري د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه وویل: د افغانستان نړیوال بانک چمتو دی چې هغوی ته لازمې بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.

په ورته وخت کې د امریکا له خوا د افغان بانکونو د پیسو د بندولو له امله د هېواد بانکي سیستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.


د مطلب کود: 293500

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293500/د-هېواد-له-خصوصي-سکټور-څخه-دولت-ملاتړ

آوا
  https://www.avapress.com