افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسيون د طرزالعملونو په اړه غونډه جوړه شوه.
په دې کتنه کې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د عالي کميسيون د جوړولو هدف د هېواد په کچه له نشه يي توکو سره په اغيزمنه توګه مبارزه، د بزګرانو لپاره د بديل حاصلاتو پيدا کول او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه ده.
نوموړي له نشه يي توکو سره د مبارزې د عالي کمیسیون د کړنلارو په اړه خپل نظر څرګند کړ او زیاته یې کړه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت دریځ روښانه دی او هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې په هیواد کې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق کړي.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په هیواد کې د نشه يي توکو د کښت او استعمال د له منځه وړلو په موخه جدي پروګرامونه پلي کړي دي.